د سرو زرو بییې د نړۍ په بازارونو کې په بیساري ډول جګې شوې
سره زر نن د نړۍ په بازارونو کې یو اونس په درې زره پنځه سوه ډالرو وپلورل شول چې دا قیمت د طلا په تاریخ کې بیساری دی.د راپورونو له مخې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د تعرفو تر اعلان او د امریکا د مرکزي بانک پر مشر د هغه تر نیوکو وروسته، پانګه وال د سرو زرو اخیستو ته هڅول شوې دي.په تیرو دریو اونیو کې په نړۍ کې د سرو زرو بییې پنځلس په سلو کې زیاتې شوې دي.