World News

له پاکستانه راستنې شوې افغان کډوالې وایي هېڅ روغتیايي اسانتیاوې نه لري

له پاکستانه افغانستان ته د ځینو راستنو شویو کورنیو ښځې او نجونې چې د کډوالو په پنډغالو او خیمو کې اوسېږي، وایي هېڅ ډول روغتیایي اسانتیاوې ورته نه دي برابرې شوي.

ځینو دوی ازادي راډیو ته وویل، داسې مهال چې د امېندوارۍ په حساسه دوره کې دي هم په خبره یې ښځینه ډاکترانو او قابله ګانو ته لاسرسی نه لري.

ځوانې نجونې بیا شکایت کوي چې د میاشتنۍ دورې پر مهال له سختو ننګونو سره مخ وي.

Читайте на сайте