پاکستان وايي د هند پرضد د عملياتو پر مهال يې ۱۱ پوځيان وژل شوي او ۷۸ ژوبل شوي دي
د پاکستان پوځ د عامه اړیکو ادارې (ای اېس پي ار) د مې پر ۱۳مه په یو بیان کې ویلي دي د مې د شپږمې او اوومې نېټې په مينځنۍ شپه د هند له خوا پر پاکستان شویو بریدونو کې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۴۰ ولسي کسان هم وژل شوي دي.