World News

قزاقستان تایید کړه چې په ترانس افغان پروژه کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونه کوي

قزاقستان په ترانس افغان ریللارې کې ۵۰۰ میلیون ډالره پانګونې ته خپل چمتووالی تایید کړ.

تر دې وړاندې طالبانو ویلي و چې قزاقستان د ازبکستان او پاکستان ترمنځ د افغانستان په خاوره کې د ترانس افغان په نوم د ریللارې پر جوړولو نیم میلیارد ډالره پانګونې ته تیاري ښوولې ده، خو قزاقستان په دې اړه رسماً څه نه و ویلي.

د رېل فرایټ په نوم د ریللارو ځانګړې ویبپاڼې تېره شپه په یوه راپور کې د قزاق چارواکو په قول وویل چې دغه هیواد حاضر دی په ترانس افغان پروژه کې نیم میلیارد ډالره پانګونه وکړي.

روسیې هم ویلي چې په دې پروژه کې، په تېره بیا د ریلګاډو د ماشینونو په برخه کې پانګونې ته تیاره ده.

د دې پروژې په اړه په ۲۰۱۸ کال کې د افغانستان، ازبکستان او پاکستان ترمنځ موافقه وشوه.

د دې رېللارې د جوړېدو لګښت شاوخوا ۷ میلیارد ډالره اټکل شوی او د جوړېدو په صورت کې به د هغه په وسیله د کال کابو ۲۰ میلیون ټنه بار انتقالېدای شی.

Читайте на сайте