د طالبانو حکومت وايي پاکستان ۲۸۷ افغانان له بنده خوشې کړي دي
پاکستان په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د جبري ستنولو لړۍ چټکه کړې او په دې ترڅ کې داسې شکایتونه هم کېږي چې د پاکستان پولیس افغان کډوال له لارو او کوڅو نیسي او بیا یې په جبري ډول افغانستان ته ستنوي.