پاري سنژرمن د لومړي ځل لپاره د اروپا د اتلانو لیګ وګاټه
د اروپا د اتلانو د فوټبال لیګ په پایلوبه کې د فرانسې استازې پاري سنژرمن خپله ایټالوۍ سیاله انټرمیلان لوبډله پنځه پر صفر ماته کړه.پایلوبه د شنبې په شپه د مونیخ ښار په الیانز ارینا سټډيوم کې وشوه.د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون د پاري سن ژرمن په بریا خوښي ښوولې ده. د دغه ټیم د بریا د لمانځلو لپاره لوبغاړي الیزه ماڼۍ ته وربلل شوي.د پاري سنژرمن لوبډلې لسګونه زره مینه والو د بریا جشنونه وکړل خو د پاریس په ځینو برخو کې له پولیسو سره د خلکو د اخ او ډب راپورونه هم ورکړل شوي.لږ تر لږه درې سوه کسان د پولیسو له خوا نیول شوي.