World News

پاکستان کې پر افغان محصلینو ټیبلېټ مبایلونه ووېشل شول

د جون په دویمه د پېښور په انجینیرۍ پوهنتون کې په هغو افغان محصلینو دا ټیبلېټ مبایلونه ووېشل شول چې د پاکستان په بېلابېلو پوهنتونونو کې خپل تحصیل ته دوام ورکوي. ۲۶۸ نجونو او هلکانو ته د پېښور د انجینیرۍ پوهنتون، علامه اقبال اوپن پوهنتون او د کډوالو د نړیوالې ادارې لخوا دغه ډالۍ ووېشل شوې. ځینو محصلینو مشال راډیو ته وویل، د ډالیو په ترلاسه کولو خوشاله دي.

نور حال په دې ویډیويي راپور کې:

Читайте на сайте