اسرائیل وایي په ایران یې " وار دمخه " برید وکړ
د اسرائیلو صدراعظم بنیامین نتنیاهو په یوه ثبت شوي ویډیو پیغام کې وویل چې اسرائیل د ایران د بالستیک توغندیو د پروګرام زړه په نښه کړی او دا بریدونه د ایران د اټومي زیربنا او ددغه هیواد ډیری پوځي وړتیاوو د زیانمنولو په هدف ترسره شو.