په ایران کې د جګړې له امله په زرګونو افغانان هره ورځ خپل هیواد ته ستنیږي
یوې نړیوالې مرستندویه موسسې خبر ورکړ چې هره ورځ له ایرانه د هرات د اسلام قلعه بندر له لارې شاوخوا پنځه زره افغانان خپل هیواد ته ستنیږي چې یو اصلي دلیل یې د اسراییل او ایران جګړه ده.
د افغانستان لپاره د ورلډ ویژن نړیوالې موسسې د اداري اړیکو د برخې رییس مارک کالډر پرون اسوشتید پریس اژانس ته وویل، ډیری خلک د خوړو او سرپناه موندلو لپاره بیرته افغانستان ته ځي، خو دوی هغه هیواد ته ستنیږي چې پکې لومړني خدمات په بحراني وضعیت کې دي.
تر اوسه دا څرګنده نه ده چې د تیرو نهو ورځو په ترڅ کې چې د ایران او اسراییل جګړه پيل شوې ده له ایران سره پر پوله له نورو لارو څومره افغانان خپل هیواد ته ستانه شوې دي.
د ورلډ ویژن نړیوالې مرستندویه موسسې په وینا د کال له پیله تر اوسه نژدې پنځه لکه افغان کډوال له ایرانه په زوره ایستل شوې دي.