World News

افغان فوټبالره نادیه ندیم د ډنمارک ملي لوبډلې ته ستنیږي

هغه د ۱۸ میاشتو غیر حاضرۍ وروسته د ۲۰۲۵ کال د اروپا اتلولۍ کې د ډنمارک لپاره بیا لوبې کولو ته چمتو ده.د ۲۰۲۵ کال د اروپا د ښځو اتلولۍ د جولای په دویمه نیټه په سویس کې پیلیږي.د ډنمارک د ښځو روزونکې اندري جیګلیټز ویلي نادیه ندیم داسې لوبغاړې ده چې کولی شي د لوبې رُخ بدل کړي.۳۷ کلنه نادیه ندیم چې د مسلکي فوټبالرې سربیره ډاکټره هم ده، په ۱۲ کلنۍ کې له افغانستانه وتلې.هغې مخکې په انګلستان کې د مانچسټر سیټي، په فرانسه کې د پاریسنټ ژرمن او په ایټالیا کې د AC میلان لپاره لوبې کړې دي.

Читайте на сайте