اوچا: له پاکستانه به د راستنېدونکو افغان کډوالو شمیر کې د پام وړ زیاتوالی شي
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا وايي تمه ده چې په راتلونکو میاشتو کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر زیات شي.
دغه دفتر ویلي په پاکستان کې مېشت د «پي او ار» کارت لرونکو د مودې د نه غځولو په اړه د پاکستان وروستۍ پرېکړه د دې زیاتوالي لامل دی.