د طالبانو حکومت بهر ته مسلکي کارګر استوي، کارګران یې پر روڼتیا شک لري
یو شمېر افغان ځوانان په ځانګړې توګه مسلکي کارګران وایي، سره له دې چې په هېواد دننه او بهر د کلونو مسلکي کارونو تجربې لري، خو ادعا کوي چې له افغانستانه بهر د کارګرانو د لېږد بهیر کې شفافیت نشته چې په قانوني لارو او د دولت له لارې د کار لپاره بهرنیو هېوادونو ته واستول شي.