حماس د شلو یرغملو لست خپورکړ
حماس د دوشنبې په ورځ د هغو ۲۰ ژوندیو یرغمل شویو لیست خپور کړچې ټاکل شوې د شوې موافقې له مخې نن آزادشي.متحده ایالات او اروپايي ټولنه حماس د یوه تروریستي سازمان په توګه پیژني.د سره صلیب کاروانونه د اسراییلي یرغمل شویو کسانو د ورسپارلو لپاره غزې ته په لاره دي.په سلګونو کسان د دوشنبې په سهار په تل ابیب کې راټول شوي وواو په غزه کې د وروستیو یرغمل شویو کسانو د بیرته ورستنیدو په تمه وو.د حماس او اسراییلو ترمنځ د لاسلیک شوې موافقې د لومړي پړاو له مخې حماس به د نږدې ۲۰۰۰ فلسطیني بندیانو د خوشې کولو په بدل کې اسراییلي یرغمل خوشې کړي.حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مه پر اسراییل د خپلو خونړیو بریدونو په ترڅ کې لسګونه یرغمل نیولي دي. یوشمیر یرغمل شوي کسان په توقیف کې مړه شوي دي.