د طبیعي پېښو د خطر د کمولو نړیواله ورځ؛ افغانان تر نورو زیات طبیعي پېښو ځپلي
نن د اکتوبر ۱۳ مه د طبیعي پېښو د خطر د کمولو نړیواله ورځ ده.په افغانستان کې د طبیعې افتونو یو شمېر قربانیان وايی په دغه ډول پېښو کې درانه زیانونه ورسېدلي خو د مرستو له ژمنو سره سره یې لازمې مرستې نه دي ترلاسه کړي.دوی وايي اوس چې د ژمي موسم مخ په رارسېدو دی دوی لا ډېرو بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.د چاپیریال د برخې یو شمېر متخصصین وايي د بې کیفیته کورونو جوړول د طبیعې افتونو له امله د زیانونو د زیاتوالي یو لوی عامل دی.