جنوبي کوریا دونالډ ټرمپ ته د سرو زرو تاج ډالۍ کړ
د جنوبي کوریا چارواکو د امریکا ولسمشر ته د لرغوني کوریا د پاچاهانو د سروزرو تاج ډالۍ وړاندې کړه.ټرمپ د چهارشنبې په ورځ له خپل سیال، لی جائه میونګ سره ولیدل.دا کتنه د ټرمپ د آسیا د سفر یوه برخه ده، چیرې چې تمه کیږي نوموړی به د چین له ولسمشر شي جین پینګ سره په کتنه کې د سوداګرۍ چارو په اړه خبرې وکړي.د شیلا په نوم د کوریا د پاچاهانو د کورنۍ د سروزرو تاج په لرغوني ګیونګجو ښارکې د یولړمراسمو په ترڅ کې ټرمپ ته ورکړشو.د شیلا شاهي کورنۍ د کوریا پرټاپو وزمې د ۹۳۵ او ۵۷ قبل المیلاد کلونو ترمنځ واکمنه وه.د جنوبي کوریا د ولسمشرۍ دفتر په یوه بیان کې وویل: "دا تاج په ټاپووزمه کې د سولې، ګډ ژوند او ګډې سوکالۍ سمبول دی."ټرمپ یې په ځواب کې وویل،: "دا یو لوی ویاړ دی. زه غواړم همدا اوس دا تاج پرسرکړم."