د هانګ کانګ د اورلګیدو تلفات ۹۴ ته لوړ شول
د هانګ کانګ پولیسو د پنجشنبې په ورځ د یوه ساختماني شرکت مشران، په دغه ښار کې د اور لیګدو د پیښې په تړاو، د غیر عمدي قتل په تور ونیول.د دې اور له امله چې په دوو جګو ودانیو کې پيل شو لږ تر لږه څلور نوي کسان ووژل شول او لاهم په لسګونو نور تري تم دي.اوروژونکو نن سهار د پېښې له پيل څخه څلرویشت ساعته وروسته خبر ور کړ چې تقریبا اور کنټرول شوی دی.دغه دوې ودانۍ چې اور پکې ولګید، بیا رغیدې. په هانګ کانګ کې د راپورونو له مخې په تیرو اتیا کلونو کې د دې اور ساری نه و لیدل شوی.