د سوریې موقت ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې جشنونه پيل کړي
د سوریې لنډمهاله ولسمشر له خلکو غوښتې دي چې نن لارو کوڅو ته راووځي او د بشار الاسد د رژیم د سقوط کال دې ولمانځي.احمد الشرع د بشار الاسد د رژیم د نسکوریدو تر ورځې نژدې اونۍ مخکې په تلویزیوني وینا کې وویل چې خلک دې په چوکونو کې راغونډ شي او ملي یووالی دې څرګند کړي.د هیات التحریر الشام ډلې په مشرۍ وسله والو پروسږکال د ډسمبر په اتمه پلازمینه دمشق ونیو او بشار الاسد روسیې ته وتښتید.اوس په سوریه کې حکومتي چارې د موقت حکومت له لورې چې الشرع یې مشري کوي، مخته ځي.