World News

د عمران خان روغتیا ته د ده د ګوند د غړیو اندیښنې په زیاتیدو دي

د پاکستان تحریک انصاف ګوند د خپل زنداني مشر عمران خان روغتیا ته ژوره اندیښنه څرګنده کړه.

د دې ګوند مشران وروسته تر دې اندیښمن شوې دي چې له یوې مودې راهیسې د راولپنډۍ په اډیاله زندان کې د عمران خان لیدو ته خلک نه ورپریږدي. په خواله رسنیو کې د عمران خان د مرګ او ژوند په اړه بیلابیلې اوازې خپرې شوې دي.

Читайте на сайте