ریچارد بېنیټ نن دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه بحثونه پيلوي، د ښځو فعالانې دا هڅې ستایي
د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی راپورتر ریچارد بېنیټ نن د ډسمبر لومړۍ نیټه په دوحه کې د افغانانو د بشري حقونو په اړه خپل بحثونه پيلوي.
د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانې دوحې ته د بېنېټ سفر ګټور بولي او وایي، کولای شي یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې پام د بشري حقونو وضعیت ته واړوي.