World News

تهران او څو نورو ښارونو کې د لاریونونو دوام

د شپې لاریونونو د تهران په څو ځایونو او نورو ښارونو کې تیرماښام د اومې پرله پسې شپې لپاره دوام وکړ.

لاریونوالو د حکومت ضد شعارونه ورکړل او په څو ځایونو کې امنیتي ځواکونو سره ونښتل .

هغه ویډیو تصویرونه چې تیرماښام په خواله رسنیو کې خپاره شول په کې دتهران په نازی اباد ، نارمک ، تهران پارس ، نظام اباد او نورو سیمو او دغه راز په نورو ښارونو لکه مشهد ، زنجان ، فردیس ، شیراز ، رشت ،قزوین او همدان کې د شپې لاریونونه لیدل کیږي.

د ازادی اروپا / ازادي راډیو فردا څانګې ته یوه ویډیو لیږل شوې چې په هغې کې لیدل کیږي چې اعتراض کوونکي دقزوین ښار په "سه راه خیام "کې د حکومت او دولتی چارواکو خلاف شعارونه ورکوي.

په ایران کې روان لاریونونه چې په ترځ کې یې لږ ترلږه اوه کسه وژل شوي ، ابتدا کې دتهران په بازار کې د بهرنیو اسعارو په مقابل کې د تومان د بیې د رالویدو او قیمتي له امله پیل شول چې وروسته یې لمن پراخه او نورو ښارونو ته وغځیدل. حکومت لاریون کوونکی بلواګر بولي چې په وینا یې غواړي له منځته راغلي وضعیته ناوړه ګټه پورته کړي.

Читайте на сайте