World News

ایران کې د حکومت ضد لاریونونو یکشنبې دوام وکړ

په ایران کې د حکومت ضد مظاهرو پرون یکشنبه د ۱۵مې ورځې په مخه هم دوام درلود.

د ازادۍ راډیو ایراني څانګې راډیو فردا د عیني شاهدانو په حواله وویل چې د انټرنیټ د پرې کېدو په فضا کې د اعتراض کوونکو د ځپلو لړۍ روانه ده.

په ناروې کې د ایران د بشري حقونو د څار یوه سازمان پرون وویل چې د اعتراضونو له پېل راهیسې ۱۹۲ تنه وژل شوي چې نهه تنه یې تر ۱۸ کلونو کم عمره دي.

د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان او د بښنې نړیوال سازمان هم په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي چې ایراني ځواکونو د ۸ ولایتونو په ۱۳ ښارونو کې اعتراض کوونکي په ډزو، فلزي ساچمو، اوښکې بهوونکي ګاز، اوبو او وهلو ډبولو ځپلي دي.

بل لور د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د شنبې په ورځ په تروت سوشل کې ولیکل چې «ایران ښايي تر بل هر وخت ازادۍ ته نژدې شوی وي او د امریکا متحد ایالتونه د مرستې لپاره چمتو دي.»

د ایران ولسمشر مسعود پیزشکیان بیا امریکا او اسراییل په ایران کې د ګډوډۍ په هڅو تورن کړي دي.

Читайте на сайте