World News

ډبلیو ایچ او: په افغانستان کې په نومبر کې بیلابیلو ناروغیو لږ ترلږه ۲۶۲ کسان مړه کړي دي

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو، ایچ، او ) او د روغتیا کلستر په یو راپور کې ویلي، په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې د بیلابیلو ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۶۲ کسان مړه شوي دي.

د ژمې په سختېدو سره په افغانستان کې د بیلابیلو موسمي ناروغیو له امله د مړینې د سلګونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو، ایچ، او ) او همکارې ادارې یې د روغتیا کلستر سه شنبه د جنورۍ ۱۳مه په یو راپور کې ویلي په افغانستان کې د ۲۰۲۵ کال د نومبر په میاشت کې د بیلابیلو ناروغیو له امله لږ ترلږه ۲۶۲ کسان مړه شوي دي.

په راپور کې د دې مړینو لامل تنفسي ناروغۍ بلل شوي چې د ژمې په سختېدو سره یې پېښې په ټول افغانستان کې مخ په ډېرېدو دي.

شمېرې شيي چې د راپور شویو څه دپاسه یو لک او ۴۷ زره پېښو له ډلې ۲۴۸ کسان د تنفسي ناروغیو له امله مړه شوي چې دا د تېر کال د اکتوبر د میاشتې په پرتله ۲۴ عشاریه ۶سلنه زیاتوالی ښيي.

په راپور کې خبرداری ورکول شوی چې سړه هوا، د ژوند خراب شرایط او روغتیايي اسانتیاوو ته محدود لاس رسی د تنفسي ناروغیو د زیاتېدو اصلي لاملونه دي.

په همدې حال کې د پلازمینې کابل یو شمېر اوسېدونکې وايي په وروستیو کې د سړې او ککړې هوا له امله په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغۍ زیاتې شوي دي.

د ده سبر ولسوالۍ اوسېدونکي وزیر ګل ازادي راډيو ته وویل، په کورکې یې څو ماشومان سینه بغل دي خو دی د بې کارۍ له امله د خونو د ګرمېدو لپاره د سونګ توکو د اخیستلو توان نه لري.

"وچکالي هم زیاته ده، هوا هم ککړه ده، بې روزګاري او بې کارۍ خپل اوج ته رسېدلې ده، په ماشومانو کې د سینه بغل ناروغي زیاته شوې ده، موږ نفقه نه شو ګټلای بیا چې درته کور کې ناروغان هم پیدا شي، زه خپله هم ناروغ یم، چې ډاکتر ته لاړ شي د اتلس سوه یا دوه زره افغانیو درمل درته لیکلي او موږ سره جیب کې دوه درې سوه هم نه وي."

د روغتیا نړیوال سازمان ( ډبلیو، ایچ، او ) او همکارې ادارې یې د روغتیا کلستر په راپور کې دا هم راغلي دي چې د تېر کال په نومبر میاشت کې دغه شان د شري یا سرخکان د شکمنو پېښو له امله د مړینې ۱۱ او د ډینګي تبې له امله بیا درې پېښې ثبت شوي دي.

خو په راپور کې راغلي دي چې په همدې موده کې د ملاریا د څه کم پنځه لکه شکمنو پېښو سره سره د دې ناروغۍ له امله کومه مړینه نه ده راپور شوې.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ یوه اوسېدونکې اسماعیل ازادي راډيو ته وویل چې نږدې دوه میاشتې مخکې یې د شرې د ناروغۍ له امله د ماما یو څلور کلن زوی مړ شو.

نوموړي وویل چې د ماما کورنۍ یې ډېره بې وزلې ده او د هیڅ ډول درملو د اخیستلو توان نه لري:

"زما د ماما زوی چې تقریبا درې یا درې نیم کاله عمر لرلو، د شری له امله مړ شو، د ماما مې ډېره بې وزلي دي، درملو ته هم هغسې لاس رسی نشته، دلته شري ډېر ماشومان نیولي دي او خلک روغتیايي اسانتیاوو ته لاس رسی نه لري."

د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان په دې اړه د ازادي راډيو پوښتنې ځواب نه کړې خو روغتیا پوهان د یو شمیر ناروغیو د مخنیوي لپاره د واکسینو په تطبیق ټینګار کوي.

د تېرې ډیسمبر په ۲۵ مه د روغتیا نړیوال سازمان هم په یو راپور کې ویلي وو چې د شري د خپرېدو د مخنیوي لپاره پکار ده چې لږ تر لږه ۹۵ سلنه وګړي د شري د واکسین دوه پړاوونه ترلاسه کړي، خو دا هدف لا هم په ډېرو هېوادونو کې نه دی پوره شوی.

خو د طالبانو د عامې روغتیا په وزارت کې یوې سرچینې د روان لمریز کال په لړم میاشت کې ازادي راډیو ته ویلي وو چې په ټولو ولایتونو کې د شري واکسین کمپاین روان دی.

د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې د تېرې دسمبر په وروستیو کې دا هم ویلي وو چې په ۲۰۲۵ سخت مالي کسر له امله د افغانستان په ۳۳ ولایتونو کې د ۴۴۵ روغتیايي مرکزونو فعالیتونه یا ځنډول شوي او یا هم په بشپړ ډول تړل شوي دي چې له امله یې لږ تر لږه ۳ عشاریه ۷۹ میلیونه خلک اغیزمن شوي دي.

Читайте на сайте