World News

ايران کې د حکومت مخالفه مظاهرو پر مهال د وژل شويو کسانو شمېر له ۲،۰۰۰ اوښتی دی

په ايران کې د روانو حکومت ضد مظاهرو په ترڅ کې د وژل شويو کسانو شمېر له ۲،۰۰۰ اوښتی دی. په عين حال کې د امريکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ خبرداری ورکړی دی چې که ایراني چارواکي د مظاهرچيانو وژنو ته دوام ورکړي، نو د امريکا لخوا به له سخت غبرګون سره مخامخ شي. په ایران کې خلکو د ډېسېمبر پر ۲۸مه د ګرانۍ پر ضد مظاهرې پیل کړې چې ژر په حکومت ضد لاریونونو بدلې شوې. هلته انټرنیټ بند کړل شوی او د بشري حقونو تنظيمونه وايي، ښايی د وژل شویو شمېر له هغو ارقامو لا زیات وي کوم چې دا وخت مخې ته راغلي دي.

د رويټرز او فرانس پرېس خبري اژانسونو له ويډيوګانو جوړ راپور.

Читайте на сайте