د اوکراین په دونتسک او اودیسه د روسيې نوي مرګونې بریدونه
د اوکراین چارواکي وايي روسي ځواکونو په دوو جلا بریدونو کې دوه کسه ووژل او د دوو کوچنیانو او یوې امیدوارې ښځې په شمول یې ۲۰ تنه نور ټپیان کړل.
د فرانسې د خبري اژانس د رپوټ په اساس ، دغه بریدونه د اوکراین د دونتسک ختیځ کې د سلوویانسک ښار او په جنوب کې بندري ښار، اودیسه کې شوي دي.
د سیمې والي اولیګ کیپر په ټولنیزو رسنیو کې ولیکل چې روسي ځواکونو څه دپاسه ۵۰ ډرونونه وتوغول چې له امله یې دهستوګنې څو ودانۍ ، یوه کلیسا او څو ښوونځي زیانمن شول.
د تورسمندر په غاړه داوکراین دصادراتو او وارداتو لپاره مهم اودیسه ښار په ۲۰۲۲ کال اوکراین باندې دروسیې د پراخ یرغل د پیل راهیسې ،پرله پسې دا ډول بریدونو سره مخ کیږي.
په وروستیو اونیو کې د روسیې د ډرون او د توغندیو بریدونو له امله په ملیونو اوکراینیان له برښنا او د ژمي په سړه هوا کې د تودوخې سیستم له خدماتو بې برخې شوي دي.
بلخوا د اوکراین او روسیې ترمینځ دسولې لپاره د امریکا په منځګړیتوب ابوظبی کې خبرې د تیرې شنبې په ورځ پرته له کومې ټاکل شوې نتیجې پای ته ورسیدې خو چارواکو او منځګړو دخبرو د دوام لپاره خپله امادګي څرګنده کړه.