World News

په اسلام اباد کې له امام باړې سره نېږدې چاودنه شوې ده

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباد سره نېږدې د شیعه ګانو په یوه امام باړه (امام بارګاه) کې چاودنه شوې ده چې پکې د یوشمېر کسانو د ژوبلېدو راپورونه دي.د اسلام اباد پولیسو مشال راډيو ته وویل چې چاودنه د فبرورۍ پر شپږمه په ترلايي کلان سیمه کې د جمعې لمانځه پر مهال له امام بارګا بهر شوې ده.

پولیس وايي، له لومړنیو پلټنو ښکاري چې دا یو ځانمرګی برید وو خو زیاتوي چې د پېښې نوعیت په اړه کره معلومات به وروسته شریک کړي.

د پاکستان د انګرېزۍ ژبې ډان ورځپاڼه او د اردو ژبې جیو نیوز ټېلېوېژن وايي چې د پولیسو سرتېري او د مرستندویه چارو کارکوونکي د پېښې ځای ته رسېدلي دي او سیمه یې کلابنده کړې ده.

ډان ورځپاڼه وايي چې انتظامیې د اسلام اباد په سي ډی اې او په پاکستان انسټېټیوت اف میډیکل ساینسز (پېمز) روغتونونو کې بیړنی حالت اعلان کړی دی.

دا تازه خبر دی چې جزییات یې وروسته بدلېدای شي.

Читайте на сайте