World News

په استانه کې د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو ناسته جوړه کړې

د قزاقستان پلازمینه استانه نن دوشنبې د (فبروري ۱۶مه) د افغانستان په اړه د منځنۍ اسیا د څلورو هېوادونو د ځانګړو استازو د تماس ډلې د دویمې غونډې کوربنه ده.

د قزاقستان د حکومت رسمي ویب پاڼې د فبرورۍ په ۴مه د دې ناستې د جوړیدو خبر ورکړی و.

په خبر کې د ازبکستان په پلازمینه تاشکند کې د افغانستان لپاره د دې هېواد ځانګړي استازي عصمت الله ارګاشوف د قزاقستان له سفیر بیبوت اتمکولوف سره په یوې لیدنه کې د غونډې د جوړیدو په اړه خبرې او توافق کړې وو.

د منځنۍ اسیا څلورو هېوادونو قزاقستان، ازبکستان، تاجکستان او قرغزستان ډپیلوماټان د تماس ډلې تر چتر لاندې سره راټولیږي او د بحث وړ مسایل يې د افغانستان د اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا سربیره په دې هېواد کې د بشري بحران پر شته ننګونو خبرې اترې دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت بیا د دغې ناستې د جوړیدو په اړه ملي راډیو تلویزیون سره په یوې مرکې له ښکیلو هېوادونو د دا ډول غونډو د جوړیدو په پار مننه کړې.

د هغه په ټکو، د دوی د حکومت اړیکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پخوا پرتله په ځانګړې توګه په اقتصادي برخو کې پراخه شوي دي.

خو د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د دې ډول ناستو جوړول ولې مهم دي؟ په اړه د سیاسي چارو کارپوه طارق فرهادي وايي، "دغه هېوادونه غواړي د افغانستان له لارې ځان پاکستان سره وصل کړي څو وکولای شي خپلې سواګرې اړیکې پراخې کړي، دا هېوادونه هڅه کوي د افغانستان او پاکستان اړیکې هم ورغوي".

له ننۍ غونډې مخکې، قزاقستان او ازبکستان د مرکزي اسیا د سوداګرۍ او اقتصادي جوړښتونو سره د افغانستان د یوځای کېدو پر اهمیت ټینګار کړی او دغه پیوستون يې د سیمې د دوامداره ثبات او د ګاونډیو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره یو له مهمو شرطونو بللی دی.

د منځنۍ اسیا د ځانګړو استازو د تماس ډله د ازبکستان په نوښت په ۲۰۲۵کال کې رامنځته او لومړۍ غونډه يې تیرکال د اګست په ۲۶مه په پلازمینه تاشکند کې ترسره شوه.

د دغې ډله د رامنځته کیدو موخه په سیمه کې د افغانستان جیوستراتیژیک رول او له مرکزي آسیا سره یې تاریخي اړیکو ته په پام د دې هیواد پر وړاندې د یوه متوازن او همغږې تګلاره رامنځته کول دي.

د تاجکستان او قرغزستان خلاف ازبکستان او قزاقستان په تیروڅه باندې څلوروکلونو کې چې طالبان په افغانستان کې بیا واک ته رسیدلي، ورسره سیاسي، سوداګریزې او اقتصادي اړیکې پیاوړي کړي دي.

په ۲۰۲۵ کال د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرۍ راکړه ورکړه شاوخوا ۱،۶ ملیارډ ډالرو ته رسیده چې دا د ۲۰۲۴ کال په پرتله شاوخوا ۴۵ سلنه زیاتوالی ښیي

د قزاقستان او افغانستان په لومړیو اتو میاشتو کې نژدې ۳۳۸ ملیون ډالره خو د دواړو هیوادونو چارواکو لنډ مهاله او اوږدمهاله د درې ملیارډ ډالرو هدف ټاکلی دی.

Читайте на сайте