د اختر په ورځ هم کابل کې د پاکستان د وروستي برید د قربانیانو کورنۍ وايی د خپلو عزیزانو په لټه کې دي
د اختر لومړۍ ورځ، خو کابل کې د معتادانو د درملنې په مرکز د پاکستان د برید د یو شمېر قربانیانو کورنۍ او خپلوان وايي، لا هم د خپلو عزیزانو په لټه کې دي.
بلخوا د افغانستان او پاکستان د نښتو له امله په ځینو ولایاتو کې بې ځایه شوي افغانان وایي اختر په سختو ستونزو کې تر خیمو لاندې نمانځي.