22 марта 2026 года

World News in Pashto

Март
2026
23
24
25
26
27
28
29
30
31

Все новости

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان یو دیني عالم وايي، د دغه هیواد د پوځ مشر د دوی سپکاوی کړی

د پاکستان یو شیعه دیني عالم چې د دغه هېواد د پوځ د مشر عاصم منیر د روژه ماتي په مېلمستیا کې یې ګډون کړی و، وایي چې دوی ته سپکاوی شوی دی. دغه دیني عالم زیاتوي چې په دې مېلمستیا کې یې د اسراییل او امریکا پر وړاندې د ایران په ملاتړ دریځ څرګنداوه خو عاصم منیر په تونده لهجه ورسره خبرې کړي او دوی ته یې د خبرو او پوښتنو اجازه نه ده ورکړې. د هغه په خبره، له مېلمستیا وروسته په خبري کنفرانس کې هم د اهل تشیع علماو خبرې تحریف شوې او یوازې هغه برخه یې خپره شوه چې د پاکستان د پوځ په ګټه وه. دغه دیني عالم زیاته... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

۲۲ هیوادونو د هرمز تنګي د تګ راتګ لارې په پرانستلو کې همکاري ته تیاري وښوده

تر شلو زیاتو هېوادونو اعلان کړی چې د بېړیو د خوندي تګ راتګ د تضمین لپاره به په هرمز تنګي کې ګډه همکاري وکړي. دوی د دې مهمې سمندري لارې د بندولو لپاره د ایران اقدام غندلی دی. په ګډه اعلامیه کې، چې د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) د ۲۲ هېوادونو له لوري خپره شوې، ویل شوي چې دوی چمتو دي د هرمز تنګي له لارې د کښتیو د خوندي تګ راتګ لپاره په مناسبو هڅو کې برخه واخلي. په اعلامیه کې د خلیج په سیمه کې پر ملکي سوداګریزو کښتیو د ایران وروستي بریدونه او همداراز پر غیرنظامي بنسټونو لکه د تېلو او ګاز پر تاسیساتو بریدونه په کلکه غندل شوي دي. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

کرکت؛ افغانستان او ایرلنډ ۵ یو ورځینۍ سیالۍ کوي

د ایرلنډ د کرکټ اداره، کرکټ آیرلنډ (CI) وايي چې سږ کال به د څو سیالیو لپاره د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلو کوربه شي. د ایرلنډ د نارینه‌وو لوبډله به د اګست له ۵مې تر ۱۴مې پورې له افغانستان سره پنځه یو ورځنۍ (ODI) سیالۍ وکړي. همداراز په پام کې ده چې آیرلنډ د افغان ښځو د کرکټ ملي لوبډله هم په بلفاست کې سیالیو ته وروبولي. د افغانستان د ښځو د کرکټ ملي لوبډله په ۲۰۲۱ کال کې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته جلاوطنه شوې او تراوسه پورې یې په جلاوطنۍ کې څو سیالۍ کړي دي.

Pa.azadiradio.com 

د پاکستان د صدراعظم سلاکار وايي، اسلام اباد پر افغانستان د جګړې د تپلو هڅه نه کوي

د پاکستان د صدراعظم ځانګړي سلاکار رانا ثناالله ویلي چې اسلام‌اباد پر افغانستان نه د جګړې د تپلو په لټه کې دی او نه د دې هیواد د کومې برخې د نیولو. هغه د شنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د پاکستان اساسي تمه دا ده چې افغانستان دې اجازه نه ورکوي چې له خاورې څخه یې وسله والې ډلې پر پاکستان بریدونه وکړي. رانا ثناالله خبرداری ورکړ چې که دا ستونزه حل نه شي، نو پاکستان به اړ شي چې د دغو ډلو پر ضد پوځي عملیاتو ته دوام ورکړي. په داسي حال کې چې اسلام اباد د طالبانو حکومت د پاکستان د وسله والو مخالفو... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

اسراییل وايي، له نن څخه به پر ایران بریدونه زیات کړي

د اسرائیل دفاع وزیر ییسرائیل کاڅ خبرداری ورکړ چې امریکا او اسرائیل به له نن (یکشنبې) څخه پر ایران بریدونه لا پسې زیات کړي. هغه د شنبې په ورځ (د وري/حمل لومړۍ) په یوه بیان کې ویلي چې د اسرائیل او امریکا پوځونه به دا اوونۍ پر ایران او د هغه پر اړوندو بنسټونو بریدونه په څرګند ډول زیات کړي. دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر دې یوه ورځ مخکې ویلي و چې ښايي پر ایران بریدونه «په تدریجي ډول» کم کړي. له ایران سره د امریکا او اسرائیل جګړه د کب/ حوت له ۹مې پیل شوې او نن یکشنبې یې ۲۳مه ورځ ده. Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

په افغانستان کې د نوروز دودونه اوس په څه ډول لمانځل کیږي؟

نن شنبه د ۱۴۰۵ لمریز کال لومړۍ ورځ او نوروز دی. د افغانستان د بېلابېلو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي وایي، که څه هم په رسمي ډول نوروز نه نمانځل کیږي خو دوی په خپلو کورونو کې په ساده ډول دا مناسبت نمانځي. د بغلان ولایت اوسېدونکی سعیده وايی په سره دوی د نوروز د دود د ژوندي ساتلو هڅه کوي. نوموړې ازادي راډیو ته وویل :« موږ به مزار شریف ته د جنډې د پورته کولو مراسمو ته تللو او هلته به مو نوی کال نمانځه، کورنۍ به راټولېدو، هفت میوه به مو تیاروله، میلې به مو کولې، شنو سیمو ته به تللو، اوس هم د دې لپاره چې... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

ټرمپ: منځني ختیځ کې پوځي هڅې کموو، اهدافو ته ډېر نژدې شوي یو

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وایي، په منځني ختیځ کې د پوځي هڅو " د کمولو " په فکر کې دی. نوموړي پرون جمعه پر خپله ټولنیزه پاڼه تروت سوشېل ولیکل، داسې مهال د ایران د رژیم په وړاندې د عملیاتو د کمولو غور کوي چې په خبره یې " خپلو اهدافو ته ډېر نژدې کیږي". هغه خپل اصلي اهداف د ایران د پوځ کمزوري کول او د اټومي وسلو د پراختیا مخنیوی بللی دی. دا په داسې حال کې ده چې پر ایران د اسراییل او امریکا بریدونه څلورمې اونۍ ته ورسېدل او داسې راپورونه شته چې وایي د امریکا زرګونه ځمکني سرتیري سیمې خوځیدلي دي.

Pa.azadiradio.com 

کونړ کې د پاکستان برید کې وژل شوې ډاکټره او زوی یې خاورو ته وسپارل شول

سیمه ییزې سرچینې وايي نن د کونړ په مرکز اسعد اباد کې هغه ډاکتره او څلور کلن زوی یې خاورو ته وسپارل شول چې د طالبانود حکومت د ادعا له مخې د اختر په لومړۍ ورځ د پاکستاني ځواکونو په توپچي حمله کې وژل شوي وو.

Mashaalradio.com 

د پاکستان وزيراعظم وايي د تېلو بيې نورې نه لوړوي

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف وايي حکومت یې پرېکړه کړېده چې د تېلو بیې به نورې نه لوړوي.د پاکستان سرکاري راډیو لیکي چې نوموړي د مارچ پر ۲۱مه ولس ته په وینا کې ویلي دي چې داسې وړاندیز ورته شوی وو چې پیټرول د یو لیټر په سر ۷۶ او ډیزل د یو لیټر په سر ۱۷۷ روپۍ ګران کړي خو د کمکي اختر پر مهال یې د خلکو ستونزو ته په کتو دا ګام اوچت نه کړ. شهباز شریف وايي، د تېلو د بیو د نه زیاتولو پیټی به حکومت په ځان واخلي او د دې لپاره یې ۴۵ اربه روپۍ په پام کې نیولې دي. د نوموړي په وینا مرکزي حکومت تېره اونۍ هم د تېلو... Читать дальше...