په اسلامآباد کې د عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره پراخ عملیات شوي
د پاکستان پوځ او امنیتي ځواکونو پرون د پخواني صدراعظم عمران خان د پلویانو د ځپلو لپاره په پلازمېنه اسلامآباد کې پراخ عملیات وکړل. دا عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د عمران خان د تحریک انصاف ګوند معترضو پلویانو د حکومت هغه امر ونه مانه چې خپلې مظاهرې پای ته ورسوي. د عمران خان پلویان له زندانه د پخواني صدراعظم خلاصون غواړي. د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي په یوه خبري غونډه کې وویل چې امنیتي ځواکونو تېره شپه ناوخته مظاهره چیان تیت پرک او اسلام آباد تصفیه کړ. یوه امنیتي چارواکي د آزادۍ راډیو مشال څانګې ته وویل چې شاوخوا ۵۰۰ کسان نیول شوي دي.