World News in Pashto
Февраль
2026
17
18
19
20
21
22
23
24
25
26
27
28

Новости за 15.02.2026

Pa.azadiradio.com 

په مونیخ کې د ایران د رژیم ضد پراخه مظاهره؛ پولیس وايي دوه نیم لکو کسانو پکې برخه درلوده

د جرمني په مونیخ کې شاوخوا دوه نیمو لکو خلکو د ایران د رژیم ضد لاریون کې ګډون وکړ. دا په اروپا کې د ایران د اوسني رژیم پر ضد تر ټولو لوی لاریون وو. لاریون د مونیخ د امنیتي کنفرانس سره هممهاله د ایران د پخواني پاچا رضاشاه د زوی شاهزاده رضا پهلوي په بلنه ترسره شو. لاریونوال د اروپا له بیلابیلو هېوادونو مونیخ کې سره ټول شوي وو څو د ایراني رژیم له خوا د مظاهره چیانو د تاوتریخجنې او خونړۍ ځپنې پر ضد خپل اعتراض څرګند کړي. لاریونوالو ته په خبرو کې رضا پهلوي دا مظاهره د ایرانیانو تر ټولو لویه راټولېدنه یاده... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوايي چلند نوی وزیر؛ د ګوانتانامو پخوانی زنداني

ملا محمد فاضل مظلوم د طالبانو د رهبر ملا هیبت الله له خوا د ټرانسپورټ او هوايي چلند د وزیر په توګه ټاکل شوی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ایکس پاڼه په دې اړه بیانیه خپره کړې ده. ملا فاضل تر دې مخکې د طالبانو په حکومت کې د دفاع وزارت لومړی مرستیال وو. هغه د طالبانو په لومړۍ دوره کې د افغانستان په شمال کې د طالبانو له عمومي قومندانانو وو. مظلوم د طالبانو د بنسټګر ملا محمد عمر له نږدې کسانو بلل کېږي. دی د ۲۰۰۱ کال په وروستیو کې د طالبانو ضد شمال اییتلاف د هغه وخت د جګپوړي قومندان عبدالرشید... Читать дальше...

Pa.azadiradio.com 

امریکا له طالبانو د امریکايي یرغملو خلاصون غوښتی

امریکايي چارواکي ټینګار لري چې طالبان باید د امریکایانو هر ډول یرغمل نیونه پای ته ورسوي. د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشرۍ ځانګړي استازي آدم بوهلر په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې دمګړۍ دوه امریکایان له طالبانو سره دي او دا امریکا ته د نه منلو نه ده. ښاغلی بوهلر تېر ۲۰۲۵ کال دوه وار کابل ته تللی وو په مارچ او سپټمبر کې او هلته یې له لوړپوړو طالب چارواکو د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر سره ولیدل. د دغو دواړو سفرونو په نتیجه کې ځینې امریکایان... Читать дальше...