کروندګرو د برېښنا د نه شتوالي پرضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی
![کروندګرو د برېښنا د نه شتوالي پرضد د بلوچستان اسمبلۍ مخې ته پرلت وهلی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-6726-08dc74a682a0_tv_w800_h450.jpg)
د بلوچستان د بېلا بېلو سيمو کروندګرو د بجلۍ يا برېښنا د نه شتوالي پرضد د مې له نهمې په کوټه کې د صوبايي اسمبلۍ مخې ته احتجاجي پرلت وهلی دی. کروندګر وايي پرلت به تر هغه وخته روان وي، ترڅو مرکزي حکومت د هغوی د بجلۍ د ستونزې د هواري لپاره عملي ګامونه نه وي پورته کړي. د کروندګرو په وينا، که سمدستي ورته په ورځ کې اته ساعته بجلي ورکول پيل نه شول نو فصلونه او باغونه به يې له تندې تباه شي. بلخوا د پاکستان وزیر اعظم ويلي چې په بلوچستان کې کروندګرو ته د شمسي يا لمرينې برېښنا ورکولو پروسه ګړندۍ کوي. ويډيويي راپور.