خوست کې زرګونه کسانو د کرکت نړيوال جام نيمه پايلوبې ته د افغانستان د وتلو جشن لمانځلی
![خوست کې زرګونه کسانو د کرکت نړيوال جام نيمه پايلوبې ته د افغانستان د وتلو جشن لمانځلی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-e271-08dc951b13e1_tv_w800_h450.jpg)
د جون پر ۲۵مه د خوست زرګونه خلک د ښار لارو او کوڅو ته راوتلي ول او د کرکټ د روان ۲۰ اووره نړیوال جام نیمه پایلوبې ته يې د افغانستان د رسېدو خوښي ولمانځل. دا د افغانستان د کرکټ په تاريخ کې لومړی ځل دی چې د نړيوال جام سېمي فاينل ته وځي. افغانستان به د جون پر ۲۷مه له جنوبي افريقا او هند به له انګلينډ سره نيمه پايلوبې کوي. په دې اړه نور حال په ويډيويي راپور کې وګورئ.