د بنو جرګې یو ګډونوال: تر ماښام وروسته خلک له کوره له بهر وتلو وېرېږي
![د بنو جرګې یو ګډونوال: تر ماښام وروسته خلک له کوره له بهر وتلو وېرېږي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-7147-08dc9902d76c_tv_w800_h450.jpg)
په بنو کې د جون پر ۳۰مه د امن لپاره جرګه شوې چې ورته ولسي مشران او فعالان ورغلي ول. د جرګې ګډونوالو وویل چې هلته وسلوال ښکاره ګرځي او د سیمې خلک د خپل خوندیتوب په اړه اندېښمن دي. دوی له حکومته د امنیت لپاره د خپلې ذمه وارۍ پوره کولو غوښتنه وکړه. دا په تېرو دوو میاشتو کې په بنو کې د امنیت لپاره څلورمه جرګه وه. د پاکستان حکومت په وروستیو کې د ترهګرۍ پرضد د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پیلولو اعلان وکړ او وايي چې د امنیت ټینګښت ته ژمن دی. ویډیويي رپورټ.