د ماربلو کاروباریانو د بجلۍ د بیلونو زیاتېدو په احتجاج کې کارخانې بندې کړي
![د ماربلو کاروباریانو د بجلۍ د بیلونو زیاتېدو په احتجاج کې کارخانې بندې کړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-89c7-08dc9a9ddf1b_tv_w800_h450.jpg)
د خیبرپښتونخوا د ماربلو کارخانو مالکانو د احتجاج په ډول کاروبار ودرولی دی. دوی خپلې کارخانې او کانونه ځکه بند کړي چې وايي د پاکستان حکومت ورته د بجلۍ نرخونه زیات کړي دي. دوی وايي حکومت دې بجلي ارزانه او ټېکسونه کم کړي. په دې اړه د شهنواز ترکزي ويډيو راپور وګورئ