ګوهر جان وايي د صوابۍ ګڼ ځوانان د موسيقۍ زده کړو ته لېواله دي
![ګوهر جان وايي د صوابۍ ګڼ ځوانان د موسيقۍ زده کړو ته لېواله دي](https://gdb.rferl.org/eafd7b94-5a28-4738-b76f-6e78363ddc7e_w800_h450.jpg)
د دې اونۍ د "هارون باچا هنري ګړۍ" خپرونې مېلمه د خيبر پښتونخوا د صوابۍ يو پېژندلی سندرغاړی ګوهر جان دی. نوموړی د مانېرۍ کلي دی او د سندرې ويلو ترڅنګ شعر هم ليکي. ګوهر جان وايي، موسيقۍ يې له بېلا بېلو استادانو زده کړې. د ده په خبره، د صوابۍ ګڼ ځوانان غواړي چې سندره ويل او يا هم کوم ساز غږول زده کړي. دی دعوه کوي چې د پښتو ځینو موسيقارانو یې کمپوزونه غلا کړي دي. د نوموړي دا خبرې او ځينې سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.