سوات کې د 'عزم استحکام' عملیاتو پرضد لاریون شوی دی
![سوات کې د 'عزم استحکام' عملیاتو پرضد لاریون شوی دی](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-a870-08dc9c08589e_tv_w800_h450.jpg)
په سوات کې د تحریک انصاف په بلنه د عزم استحکام په نوم د عملیاتو پرضد لاریون شوی دی. د جولای درېیمې د لاریون او مظاهرې ګډونوالو په لاسونو کې د امن سپین بیرغونه نیولي ول او د عملیاتو ضد یې نعرې وهلې. دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان حکومت وايي چې د ترهګرۍ او سختدریځۍ پرضد د عزم استحکام په نوم عملیات پیلوي. خو مخالفه ګوندونو او د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې ولسي مشرانو او فعالانو یې مخالفت کړی دی. د پاکستان د وزیراعظم دفتر ویلي دي چې دا عملیات به د پخوانیو په څېر نه وي او له وجې به یې خلک نه بې کوره کېږي. ویډیويي رپورټ.