پښتون ژغورنې غورځنګ: نور جنګونه او عمليات نه منو
![پښتون ژغورنې غورځنګ: نور جنګونه او عمليات نه منو](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-2d73-08dc9f11deb7_tv_w800_h450.jpg)
د عزم استحکام عملیاتو ضد، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په کراچۍ، اسلام اباد، کوټه، پېښور، واڼه او د پاکستان په یو شمېر نورو سیمو کې احتجاجي مظاهرې کړي دي. احتجاج کونکو وویل چې د حکومت لخوا اعلان شوي د عزم استحکام په نامه عملیات ورته د منلو نه دي. دوی له حکومته غوښتنه کوله چې د عملیاتو پرېکړه بېرته واخلي او په خیبر پښتونخوا کې د ناامنۍ ختمولو لپاره خپلو پاليسو ته بيا کتنه وکړې. احتجاج کونکو ویل چې په تېرو وختوونو کې په پوځي عملیاتو کې پښتنو ته ډېر زیانونه اوښتي دي او سیمې تراوسه د ناامنۍ ښکار دي. بلخوا د پاکستان پوځ وایي د ناامنۍ ختمولو لپاره هغه عملیات اړین دي. ویډیویي رپورټ