World News in Pashto

پر تحریک انصاف د بندیز لګولو د اعلان له وجې پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي

پر تحریک انصاف د بندیز لګولو د اعلان له وجې پر حکومت نیوکې زیاتې شوې دي

د مسلم لیګ (ن) په مشرۍ د پاکستان اېتلافي حکومت تر هغې وروسته د ډېریو ګوندونو او د بشري حقونو سازمانونو له انتقادونو سره مخامخ شوی دی چې د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزیر د جولای پر ۱۵مه اعلان وکړ چې پر پاکستان تحریک انصاف بندیز لګوي. مسلم لیګ (ن) او تحریک انصاف د یو بل سخت مخالفان دي او په خپلو واکمنیو کې یې د یو بل مشران زندانونو ته اچولي او ورباندې یې د درغلۍ مقدمې جوړې کړې دي. د تحریک انصاف سیاستوالان وايي چې که حکومت ورباندې بندیز ولګاوه نو پرضد به یې عدالت ته ولاړ شي. خو پوښتنه دا ده چې حکومت ولې پر تحریک انصاف بندیز لګول غواړي؟ ځواب یې په رپورټ کې.

Читайте на 123ru.net