خیبر پښتونخوا بنو کې د ناامنۍ ضد د زرګونه کسانو لاریون؛ د امنیتي ځواکونو په ډزو یو شمېر کسان ژوبل شوي
![خیبر پښتونخوا بنو کې د ناامنۍ ضد د زرګونه کسانو لاریون؛ د امنیتي ځواکونو په ډزو یو شمېر کسان ژوبل شوي](https://gdb.rferl.org/01000000-0aff-0242-12d8-08dca7d11f52_tv_w800_h450.jpg)
د خیبر پښتونخوا په بنو کې د امن مارچ په نوم په احتجاجي لاریون کې د ډزو پر مهال یو شمېر کسان ژوبل شوي دي.
دغه لاریون د جولای ۱۹مه د سیمهییزو سوداګرو په بلنه شوی چې په کې ګوندونو او د ښار زرګونه اوسېدونکو ګډون کړی و.
لاریون کوونکي هغه مهال ټپیان شوي چې د بنو یوه نظامي مرکز ته یې د ننوتو هڅه کوله.