World News in Pashto

په بنو کې زرګونو کسانو د ناامنۍ ضد احتجاجي لاریون کړی

په بنو کې زرګونو کسانو د ناامنۍ ضد احتجاجي لاریون کړی

د خیبر پښتونخوا په بنو کې د "امن مارچ" په نوم په احتجاجي لاریون کې د ډزو پر مهال یوشمېر کسان ژوبل شوي دي. د جولای ۱۹مې لاریون د بنو د سوداګرۍ خونو او د سوداګرانو ټولنې په بلنه وشو چې ورته د ګوندونو او سازمانونو مشران، غړي، پلویان او د ښار ګڼ اوسېدونکي ورغلي ول. د لاریون پر مهال چې ځینو کسانو د بنو چاوڼۍ ته د داخلېدو هڅه کوله نو ډزې وشوې چې پکې یوشمېر کسان ژوبل شول. فعالانو پر ټولنیزو شبکو دعوه کړې چې ډزې امنیتي ځواکونو کړې دي خو په چاوڼۍ کې امنیتي ځواکونو او پولیسو لا د هغوی د دې دعوې په اړه څه نه دي ویلي. د بنو د سوداګرۍ خونو او متحده تاجر یونیین د جولای پر ۱۵مه پر بنو چاوڼۍ تر وسلوال برید دوه ورځې وروسته د احتجاج اعلان کړی وو. ویډ‌یويي رپورټ.

Читайте на 123ru.net