World News in Pashto

په بنګلادېش کې ولې قهرجنې مظاهرې روانې دي؟

په بنګلادېش کې ولې قهرجنې مظاهرې روانې دي؟

په بنګلادېش کې د زده‌ کوونکو د مخالفو ډلو ترمینځ په نښتو کې لسګونه کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده. هلته په بېلابېلو ښارونو کې د سرکاري نوکریو د کوټې یا پکې د برخې ځانګړي کولو پر سر پراخ لاریونونه روان دي. د وزیراعظمې حسینې واجد حکومت د هېواد د خراب شوي وضعیت قابو کولو لپاره د جولای پر ۱۷مه په هېواد کې ټولې تعلیمي ادارې وتړلې او د قانون وزیر انیس الحق مظاهرچیانو ته د مذاکراتو وړاندیز کړی دی. د اسوشيېټېډ پرېس او اې اېف پي له ویډیوګانو جوړ رپورټ.

Читайте на 123ru.net