فیض زاد وايي د اولمپېک لوبو له لارې جنګ ځپلو افغانانو ته خوشالي راوړي
![فیض زاد وايي د اولمپېک لوبو له لارې جنګ ځپلو افغانانو ته خوشالي راوړي](https://gdb.rferl.org/01000000-0a00-0242-4a70-08dca7289317_tv_w800_h450.jpg)
افغان لوبغاړی محمد صمیم فیض زاد هیله لري چې په پاریس کې د ښو لوبو په ترسره کولو به جنګ ځپلو افغانانو ته خوشالي راوړي. هغه به له کابله په فرانسه کې کېدونکو اولمپېک سیالیو ته ځي. فیض زاد په سختو حالاتو کې د ګڼو اتلولیو تر خپلولو وروسته اولمپېک سیالیو ته غوره شوی دی. د نوموړي تر څنګ به شپږ نور افغان لوبغاړي هم په هغو سیالیو کې ګډون کوي خو هغوی په افغانستان کې نه بلکې د نړۍ په ځینو نورو هېوادونو کې مېشت دي. د اې اېف پي له ویډیو جوړ رپورټ.