World News in Pashto

په کوټه او پېښور کې د عمران خان خوشي کولو لپاره احتجاجونه شوي دي

په کوټه او پېښور کې د عمران خان خوشي کولو لپاره احتجاجونه شوي دي

تحریک تحفظ ایین پاکستان غورځنګ د پاکستان په ګڼو ښارونو کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان د خوشي کولو لپاره احتجاجونه کړي دي. د جولای پر ۲۶مه په کوټه او پېښور کې احتجاج کوونکو د ګرانۍ، عزم استحکام عملیاتو، او د بنو پر امن پاڅون د ډزو مخالفت هم وکړ. د کوټې احتجاج ته د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي وینا وکړه او وې ویل چې د ولس په ملاتړ د اوسني حکومت د نړولو هڅه کوي. هغه تور ولګوه چې موجوده حکومت په زور راغلی دی. د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان او د هغه مېرمن، بشره بي بي، ته د عدت کېس کې د اسلام اباد یوه عدالت د جولای پر ۱۳مه د خوشې کولو امر کړی، خو د توشه خانه کېس کې دواړه په زندان کې دي. د پاکستان تحریک انصاف ګوند ځینې پلویان د ۲۰۲۳ز کال د مې پر نهمه سرکاري ودانیو ته د زیان رسولو په تور په جېلونو کې دي. ویډیویي رپورټ.

Читайте на 123ru.net