World News in Pashto

په شیکاګو کې د ډیموکریټیک ګوند کنوینشن د ولسمشر بایډن مننه وکړه

د امریکې په شکاګو ښار کې د ډیموکریټیک ګوند د قامي کنونشن په اوله شپه د ګوند پلویانو د ولسمشر جوبایډن مننه وکړه او د هغه په حق کې یې نعرې ووهلې. نوموړي یوه میاشت وړاندې د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو لپاره له بیا نوماندۍ څخه لاس واخيست او د کاملا هېریس د نوماندۍ ملاتړ یې اعلان کړ.

په عین حال کې په غزه کې د اسراییلو د جګړې په اړه د ولسمشر بایډن د تګلارو پر ضد د کنونش د مرکز مخې ته مظاهرې هم وشوې چې پکې مظاهرینو د امریکې له موجوده او راتلونکو واکمنانو څخه په اسراییلو د مرستو د بندیز غوښته وکړه.

بلخوا بایډن هم په خپله وینا کې د غزه د جګړې او هلته روان بشري بحران د ختمولو لپاره د هڅو ژمنه وکړه.

داسې ښکاري چې د ډیموکریټیک ګوند د قامي کنونشن په ټولو ورځو به مظاهرې دوام ولري. بلخوا د دې ګوند مشرتابه هڅې کوي چې د را روان نومبر د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره ډير نه ډیر ملاتړ ترلاسه کړي.

په دې هکله تفصیل د مشال رېډيو د مرکزي څانګې په دې رپورټ کې کتلی شئ:

Читайте на 123ru.net