World News in Pashto

په پکتیا کې د افغاني تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی

په پکتیا کې د بېلابېلو ولایتونو د یو شمېر صنعتکارانو، سوداګرو او متشبثینو په ګډون د افغاني تولیداتو او کرنیزو محصولاتو درې ورځنی نندارتون پرانیستل شوی. یاد نندارتون، چې د پکتیا پوهنتون په سپورټي جمنازیوم کې جوړ شوی، شپیته لویې او وړې غرفې لري، او نندارې ته یې ګڼ خلک ورځي.

په پکتیا کې له څو کلونو راهیسې د زر جریبه په پراخوالي صنعتي پارک ته ځمکه ځانګړې شوې، چې پانګوالو او صنعتکارانو ته به د فابریکو او کارخانو د جوړولو لپاره وېشل کېږي، خو تر اوسه یې پرانیسته نه ده شوې.ویډیویي رپورټ.

Читайте на 123ru.net