World News in Pashto

نیو هیمپشر کې په خټو کې د امریکايي فوټبال سیالۍ شوې دي

د امریکا په نیو هیمپشر ایالت کې په خټو او اوبو کې د امریکايي فوټبال کلنۍ سیالۍ شوې دي. په امریکا او کاناډا کې د فوټبال توپ په پښو نه وهل کېږي بلکې لوبغاړي یې په لاسونو کې نیسي او خپلو ملګرو ته یې ورکوي چې ګول وکړي. مخالف لوبغاړي د هغه توپ اخیستو هڅه کوي. داراز، په لوبه کې کارېدونکی توپ هم له عام فوټباله بدل وي. په امریکا او کاناډا کې عام فوټبال ته ساکر ویل کېږي. په نیو هیمپشر کې په خټو کې د امریکايي فوټبال سیالۍ له شاوخوا ۵۰ کلونو راهیسې کېږي. په سیالیو کې د سړیو او ښځو لوبډلو برخې واخیستې. نور د اسوشيېټېډ پرېس اژانس له ویډیو په جوړ رپورټ کې.

Читайте на 123ru.net