World News in Pashto

مریم نواز له هند سره د "اقلیمي ډېپلوماسۍ" غوښتنه کړې

د پاکستان د پنجاب اعلاوزیره وايي چې په ژمي کې د لوګجنې لړې د مخنیوي لپاره له هند سره د خبرو اړتیا ده او د اب و هوا یا اقلیمي ډېپلوماسۍ غوښتنه کوي. نوموړې دا خبره پر داسې مهال کړې ده چې د هند په پنجاب کې کروندګر په مني کې په پټیو کې د بوټو پاتې شوني سوځوي چې لوګی یې بیا له لړې سره یوځای کېږي او باد یې پاکستان ته لېږدوي. د دې له کبله هوا زښته ککړېږي او انساني صحت ګواښي. په دې اړه د رویټرز له ويډیوګانو جوړ رپورټ.

Читайте на 123ru.net