World News in Pashto

طالبانو په پروان، جوزجان او ننګرها کې يوشمېر کسان په دُرو وهلي

د طالبانو د حکومت د سترې محکمې په حکم په پروان، جوزجان او ننګرهار ولایتونو کې د ښځو په شمول څو تنه په عام محضر کې په دُرو وهل شوي دي.


د طالبانو سترې محکمې د چهارشنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل، په جوزجان ولایت کې د ابتدایې محکمې د پرېکړې له‌مخې نهه کسان د شرابو پلورلو په جرم تورن شوي او هر یو په عام محضر کې له ۲۵ تر ۳۹ دُرو وهلو محکوم شوي.


په یادو کسانو کې د دېرشو کلونو څخه د کم‌عمره څلور ښځو یادونه هم شوې ده.


په ورته وخت کې د پروان ولایت په بګرام ولسوالي کې هم دوه تنه د یوی ښځې په ګډون د زنا په تور هر یو درې-درې کاله حبس او نهه دېرش دُرو محکوم شوي دي.


د ننګرهار ولایت ده بالا ولسوالۍ کې هم نن د ابتدایه محکمې د پرېکړې له‌‌مخې يوه کس ته د نامشروع اړيکو په جرم تعزیري سزا ورکړل شوې ده.


طالبانو په وروستیو کې پر هغو کسانو چې د دوی عدلي او قضايي ادارې یې په بېلابېلو جرمونو تورنوي، په عام محضر کې د ډاول سزاګانو عملي کول زیات کړي دي.


د بشري حقونو نړیوالو ادارو پرله‌پسې له طالبانو غوښتي چې، پر تورنو کسانو دې په عام محضر کې جسمي سزاګانې نه عملي کوي.

Читайте на 123ru.net