World News in Pashto

د خوړو نړیوال پروګرام: افغانستان کې نادارې کورنۍ خپلې وړې نجونې ودوي

د خوړو نړیوال پرورګرام یا (WFP) وايي، په افغانستان کې د بې‌ وزلۍ او لوږې زیاتېدل د دې سبب شوی، چې ځینې کورنۍ خپلې وړې نجونې واده کړي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده. 


په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام دفتر د نومبر په اوومه پر خپله ایکس‌ پاڼه د یوه سړي کیسه شریکه کړې چې د بې‌ وزلۍ له امله د خپلې پنځه کلنې لور ودولو ته اړ شوی دی.




دغه سړي د خوړو نړیوال پروګرام له‌ خوا په خپره شوې ویډیو کې ویلي: "د وچکالۍ د اغېزو له کبله او د خپلو نورو ماشومانو د تغذیې لپاره د اسانتیاوو د نیشتوالي له کبله مې خپله پنځه کلنه لور واده کړه. لس پنځلس منه غنم مې پور کړل او ومې کرل، مګر ما د وچکالۍ له امله حاصل ټول نه‌ کړ. زما په لاس کې هيڅ نه‌ شته، زه هک حیران یم، موږ د الله له دربار پرته بله چاره نه‌ لرو."


دا معلومه نه‌ ده چې دغه سړی د افغانستان د کوم ولایت دی.


تر دې مخکې هم په هېواد کې يوشمېر کورنيو ويلي وو، چې د بې‌ وزلۍ له امله اړ شوي چې خپلې لوڼې په کم عمر کې واده کړي، یا یې هم وپلوري.


په افغانستان کې د خوړو د نړیوال پروګرام مرستیال ویاند ضیاالدین صافي تېره اوونۍ مشال راډیو ته ویلي وو، چې د اقلیم د بدلون له امله په هېواد کې لوږه مخ په زیاتېدو ده.


د صافي په خبره، پرله‌  پسې وچکالیو او د اقلیمي بدلون د کړکېچ په پایله کې د سېلابونو زیاتوالي، د افغانستان ټول ولایتونه اغېزمن کړي دي.




په افغانستان کې د ژمي په درشل کې په هېواد کې د خراب بشري وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.


د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د بودیجې د کمښت له امله به په سږني ژمي کې یوازې شپږ ميلیونه اړو کسانو ته خوراکي توکي ورسوي.


د دې ادارې په وینا په افغانستان کې ۱۲ ميلیونه خلک خوراکي مرستو ته اړتیا لري.


په افغانستان کې له څه باندې درو کلونو راهیسې چې طالبان واکمنان شوي، د ميلیاردونو ډالرو مالي مرستو سره سره په دغه هېواد کې بشري مرستو ته اړتیا ډېره شوې ده.


د ملګروملتونو د شمېرو له‌‌ مخې، بشري مرستو ته د اړو کسانو ټول‌ ټال شمېر ۲۹ ميلیونو ته رسېږي.




 

Читайте на 123ru.net