World News in Pashto

د شکنجې پر وړاندې نړيوال سازمان: د طالبانو په زندانونو کې بنديان شکنجه کېږي

د شکنجې پر وړاندې د نړیوال سازمان (OMCT) چارواکي وایي چې، افغان نارینه او ښځینه بندیان د طالبانو په زندانو کې سختې شکنجې تېروي.


د دغه سازمان د بشري حقونو همغږې کوونکې سیبل ماني چې د روان کال د اګسټ په وروستیو کې د یوې اوونۍ لپاره افغانستان ته سفر کړی، سویسي رسنۍ «سویس انفو» سره په یوه مرکه چې پرون یک‌‌شنبه (د نومبر په ۱۰مه) خپره شوې ویلي چې، دې د کابل په ګډون په بېلابېلو ولایتونو کې له ښځو، د بشری حقونو فعالانو، د نړیوالو او سیمه‌‌ییزو مؤسسو له مسوولینو او هغو کسانو سره لیدلي چې، په خبره یې د طالبانو د زندانونو تجربې یې درلودې.


مېرمن ماني زیاته کړې، دغه افغان بندیانو ورته د طالبانو د حکومت په زندانونو کې د سختو شکنجو تر څنګ د ناوړه چلند او حتا جنسي ځورونو کیسې کړې دي.

دا وایي، دا مهال یوازې یوناما او د سره صلیب نړیواله کمېټه (ICRC) د طالبانو د حکومت محدودو زندانونو ته لاس‌رسی لري، خو په خبره یې د استخباراتو هيڅ زندان ته کومه اداره لاس‌رسی نه‌لري.


د شکنجې پر وړاندې د نړیوال سازمان دغې چارواکې دا هم ویلي، نارینه اکثرا پر طالبانو د نیوکو او ښځې بیا د مظاهرو، له خاونده د جلاکېدو او د طالبانو د حکومت له‌خوا د مقراراتو له‌‌‌مخې د حجاب بشپړ نه پلي کولو له امله نیول کېږي او شکنجه کېږي.




سیبل ماني ویلي، د طالبانو د حکومت نویو محدودیتونو په ځانګړې توګه د امر بالمعروف او نهي عن‌المنکر په نوم قانون د ښځو او نجونو سربېره نارینه هم له ګڼو محدودیتونو، سخت ژوند او ننګونو سره مخامخ کړي دي او په خبره یې ان که ښځې د ټول بدن د پټولو سربېره هم سترګې پټې نه‌‌کړي، یوې دولتي ادارې ته د خپلې ستونزې شریکولو اجازه نه‌‌لري.


نوموړې د یو شخصي کلینیک د مسوولې په حواله دا هم ویلي چې، د طالبانو د حکومت له‌خوا د حفظ‌الصحې او د ماشومانو د زېږولو یا کورنۍ جوړونې د پلان په اړه د کورسونو او روغتیایي کېټونو له وېشلو منع کړل شوې ده.




مېرمن ماني د بشري حقونو او د ښځو د حقونو د یو فعال په حواله بیا ویلي چې، طالبان په خپلو زندانونو کې په‌دې حد کې بندیان شکنجه کوي چې ان په اوونیو د زندان په روغتونو کې پراته وي.


د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح‌الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د زندانونو چارو ادارې ویاند محمد نسیم لالهاند په‌‌دې اړه د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه‌کړې.


په همدې حال کې د تېر جمهوري حکومت یوشمېر پوځیان او د ښځو د حقونو فعالانې چې د طالبانو د زندانونو تجربې لري، ازادي راډيو سره په خبرو کې د زندانونو د سختو شپو یادونه وکړه.


د تېر جمهوري نظام یو پولیس افسر چې په‌‌دې وروستیو کې له افغانستانه وتلی او نه‌‌یې غوښتل په راپور کې يې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "زه یوازې په‌‌دې جرم چې په تېر جمهوري حکومت مې دنده ترسره کړې وه او بیا مې د طالبانو د دروغو عمومي عفوې باندې باور وکړ او شخصي کاروبار مې کاوه چې د طالبانو د استخباراتو له‌خوا ونیول شوم، ډېر په بې رحمۍ او له تصور هم خطرناکه ډول باندې شکنجه شوم، له برق راکولو نیولې تر پلاستیکي کڅوړې راغوستلو، خوله کې یې راته اوبو ډکولو شکنجې مې تجربه کړې."


ژورنالېستې او د سینما لوبغاړې شګوفې بارکزۍ هم ازادي راډیو ته وویل چې، دې هم د طالبانو د حکومت په زندان کې سخت حالات تجربه کړي.


نوموړې وايي: "د طالبانو په زندان کې د ښځو او نارینه‌و وهل ټکول او شکنجې ډېرې دي، زما خپله تجربه (د سترګو لیدلی حال) ووایم چې د هغوی (ښځینه بندیانو) لاسونه او پېښې تړل کېږي، وهل ټکول کېږي، د بدن ځینې برخې یې لمسوي، حتا د دې امکان ډېر وي چې هغوی سره د طالبانو په زندان کې جنسي تیري وشي."




دا په‌‌داسې حال کې ده چې له‌‌دې وړاندې د تېرې اکټوبر په ۲۸مه د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګروملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنيټ په خپل راپور کې د طالبانو تر واک په زندانونو کې له زندانیانو د ناوړه چلند خبر ورکړی و.


نوموړي ویلي وو چې، په افغانستان کې د روان زېږدیز کال په سر کې د طالبانو له لوري د اجباري حجاب پر وړاندې په لاریونو کې، معترضې ښځې ځپل شوي، یوشمېر یې د پولیسو مرکزونو ته وړل شوي او هلته له لفظي، فزیکي او جنسي تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.


که څه هم د طالبانو د حکومت ویاندویانو د ښاغلي بېنيټ دا راپور له حقیقته لیرې بللی و، خو له‌دې وړاندې د ملګروملتونو په ګډون د بشري حقونو ګڼو نړیوالو سازمانو او هغو کسانو چې پخپله یې د طالبانو په زندانونو کې د زندان موده تېره کړې، ورسره د شوي ناوړه چلند ادعاوې کړي دي.

Читайте на 123ru.net